چې دا فتوا يې ولې بدله شوه؟!

د قطر دفتر له جوړېدو وروسته د امارت په ليکو کې ډېر زيات تغيرات راغلل، ډېر قومندان يې بدل کړل، او يو شمیر قومندان او علماء ترور کړل. حقيقي مجاهدين يې په چل او فريب له صحنې وويستل. هغه خلک چې د دوی ددې دسيسې مخالف ؤ، په يوه او بله بهانه يې پرې تورونه پورې کړل.
سياسي او نظامي تګلارې يې بدلون وکړ، د نړۍ په سطحه د اسلامي نظام پر ځای يې يوازې په افغانستان کې د اسلامي نظام شعار خپل کړ، همدا رنګه نظامي فعاليتونه يې هم د افغانستان پورې محدود کړل. د هغه انجينرانو د موسیساتو او ډاکترانو نيول او ځورول يې منع کړل له چا څخه چې دوی به په لکونو روپۍ اخيستلې او دې ته ورته يې نور تش په نوم ډېر شعارونه پيل کړل…
په دې وروستيو کې يې په سايټ کې يې په مسجدونو او ښوونځيو کې هر ډول عمليات او د سرکونو ورانول غندلي. دوی دا خبره په داسې حال کې کوي چې په لسګونو مسجدونه او ښوونځي د دوی په عملياتو کې په سکروټو بدل شوي، د هيواد ډېر سړکونه خصوصا د کابل ـ کندهار سړک د دوی په عملياتو کې زخمي زخمي دی. نه پوهيږو چې دا فتوا يې اوس وموندله او که اوس يې سياسي شعور راويښ شو ؟
له دوی يوازې يوه پوښتنه لرو: که په مسجدونو او ښوونځيو کې عمليات او د سرکونو او پلونو ويجاړول ناروا وي، نو خپلو هغه عملياتو ته څه نوم ورکوئ؟! او که هغه وخت درته روا وو، نو بيا اوس د کومې حاشيې له مخې يې ناروا بولئ؟!
مطمئن يو چې ددې خبرې ځواب نه لرئ، ځکه چې که هغه وخت يې روا وبولئ، نو اوس به يې په کوم دليل نا روا بولئ او که هغه وخت يې ناروا بولئ، نو بيا مو ولې کول؟!
بس په پټو سترګو د پرديو د خبرو منل همداسې وي، تل به همداسې خدای او ولس ته بې ځوابه ياست.

د قطري مليشو دا فرمايشي فتواوې به نورې هم تسلسل پيدا کړي، ځکه چې اوس دوی ته يې د(سی ائ ای) او یا (یم ائ سیکس) مستقيما سياست ورزده کوي.

Facebook Comments

POST A COMMENT.