دوبۍ؛ د مجاهدينو د قربانيو پلورنځی

دوبۍ؛ د مجاهدينو د قربانيو پلورنځی

يو ځل بيا د روان کال اپريل مياشتې په ۲۶ مه نېټه د قطر دفتر مليشې د مرتد حکومت سره د مجاهدينو د قربانيو سودا له پاره دوبۍ ته ولاړل، په دې مذاکراتو کې د قطري مليشو مشري شيخ سعید رسول او د مرتد حکومت مشري ډاکتر محمد قیوم کوچی کوي. د مذاکراتو اصلي موخه په ۱۳۹۴ کال کې د مجاهدينو د عملياتو کميدل، په حکومت کې د څومره او څنګه واک قطري مليشو ته سپارل او داسې نور موضوعات دي.

د دوی دا ملاقات ډېر سري او خفيه دی، حتی د حکومت ډېر لوړ پوړي چارواکي او تش په نوم د سولې شورا غړي هم له دې ملاقات څخه نه دي خبر او زموږ په سنګر کې پراته مجاهدين ورونه خو بيخي ورځنې نه دي خبر، خو الحمدلله اوس بالعموم ټولو واقعي مجاهدينو ته د قطر دفتر خيانتونه او رذالتونه افشا شوي، پر دوی باندې اوس هيڅوک هم باور نه کوي، ټول مجاهدين دوی ته د سوداګرو او تجارانو په سترګه ګوري. رښتيا هم همداسې ده، څه موده وړاندې يو ازاد خبريال قطر ته تللی و، بيا يې د دوی د ژوند پر احوال راپور جوړ کړی و، ليکلي يې و چې په قطر کې د طالبانو مشران ټول په تجارتونو اخته شوي دي…

همدار رنګه په ۲۹ د اپريل د امريکايانو، مرتد حکومت او قطري مليشو تر منځ يو کنفرانس په ترکيه کې جوړېده چې د نا معلومو لاملونو له امله نوموړی کنفرانس هم اوس په قطر کې جوړيږي، ويل کېږي چې ياد کنفرانس ته د حکمتيار زوم ډاکتر غيرت بهير هم دعوت شوی.

نعيم کوچی چې اوس په دوبۍ کې د مرتد حکومت له لورې په مذاکراتو کې مشري کوي د اشرف غني تره دی، داسې ښکاري چې دا د امريکا ډېره مهمه پروژه ده، ځکه چې اشرف غني په بل هيچا حتی د سولې په شورا هم باور نه دی کړی او خپل تره يې ورليږلی دی.

په دې حساسو شېبو کې په سنګرونو کې پراته مجاهدين بايد ډېر ځيرک اوسي د هيچا په خبرو ونه غوليږي، امريکا غواړي دقطري مليشو په واسطه مجاهدينو په دې خبيث نظام کې ورګډ کړي او په دې کار سره خپله شرمېدلې ماتې او شکست پټ کړي، نړۍ ته وښيي چې موږ په افغانستان کې د ټولو طرفونو څخه ګډ نظام جوړ کړ. له دې کار وروسته دوی غواړي په راتلونکو لس کالونو کې خپل هغه قاتلين (مجاهدين) په يو او بل نوم ترور کړي چې دوی ته يې غټ – غټ مالي او زياني زيانونه رسولي دي.

ان شاالله امريکا او په قطر کې پراته د دوی غلامان به ارمانجن شي، موږ مطمين يو چې مجاهدين نور د دوی په خبرو باور نه کوي، مجاهدينو دوی امتحان کړل، دوی ته څو څو ځل وويل شول چې که تاسو اوس هم د جهاد دعوه لرئ مهرباني وکړئ د لږ وخت له پاره بېرته سنګرونو ته راشئ، خو دوی اوس جهاد او سنګر مسخرې بولي او هر يو يې په دې لټه کې دی چې څنګه امريکا ته ځان له نورو وړاندې کړي او څنګه خپله سرمايه زياته کړي، دوی لکه چې د الله په قران هم اوس باور له لاسه ورکړی، الله پاک فرمايي چې يهود او نصارا ستاسو دوستان کيدی نشي، خو دوی اوس امريکايان خپل نږدې دوستان بولي او د مجاهدينو پر سر هر ډول معاملو ته ورسره تيار دي.

 1394/8/2

Facebook Comments

POST A COMMENT.