جنرال عبدالرازق او کندهاري چارواکي چا ووژل؟

جنرال عبدالرازق د خپل عمر لويه برخه د اشغالګرې امريکاه په خدمت او غلامي کې تیر کړ کوم وحشتونه او ظلمونه ئې، چې د امريکاه په امر د افغانستان پر مظلم او مسلمان ملت تر سره کړي او کوم مسلمانان، چې جنرال عبدالرازق په شهادت رسولي او یا ئې زندانونه پرې ډک کړي شمار ئې له سلګونه اوړي د جنرال عبدالرازق کړنې، ظلمونه او وحشتونه  ټول ملت ته ښکاره دي، عبدالرازق یو ظالم فاسد او د مخدره توکو لوی کارو باري وو دا،چې عبدالرازق نور کوم ظلمونه ترسره کړي ان شا‌ءالله په راروانو لیکنو کې به ئې په تفصیل سره وړاندي کړو.

دا معلومه او ښکاره خبره ده، چې عبدالرازق خپلو بادارانو اشغالګرو امريکایانو وژلی دی الله جل جلاله پر ظالم باندي ظالم مسلت کړ او مظلوم مسلمانان ئې د دې ظالم له شر څخه خلاص کړل، پوښتنه دلته پیدا کيږي،چې ولي د غونډې ټول لوړ پوړي ګډونوال وژل کيږي ولي د اشغالګرو امريکایانو یو عسکر هم نه ژوبل کيږي؟!!

څه موده مخکي په همدې تالار او همدې ځای کي د عربي متحده امارتو سفیران هم په ورته پېښه کې ووژل شول دا داوړي پېښي امريکایانو د خپلو اجرتي (کرایی) قاتلينو، چې مشري يي هیبت الله اخندزاده کوي تر سره کړل د اماراتو دسفیرانو د وژل کیدو مسؤلیت ئې ځکه ونه مانه چې پر دوي د اماراتو نړیوال هوايي ډګرونه بنديزونه لګيدل.

د هيبت الله په مشرۍ د طالب له سپېڅلي نامه څخه استفاده کوونکو د امريکاه په خاصه مرسته او امر جنرال عبدالرازق او د کندهار لوړ پوړي چارواکي ووژل، په دې بريد کې له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شو تر څو د ناټو او امريکايي قواوو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ته پکې زیان ونه رسيږي که چيري یو امريکايي عسکر ته هم لږ زیان رسېدلی وای نو د هیبت الله د ډلې یو کس به هم په قطر کې ژوندي نه وو پاته فدايي محاذ ته داسي کره شواهد او ثبوتونه په لاس ورغلي دي، چې دا ثابتوي چې د کندهار وروستۍ پيښه د هیبت الله ډلې تر سره کړې ده او دېر ژر به ئې ښکاره کړو.

Facebook Comments

POST A COMMENT.