اعلامیه! د قطري ملېشو مالي ملاتړ څوک کوي؟؟؟

اعلامیه 

د قطري ملېشو مالي ملاتړ څوک کوي؟؟؟

لکه څرنګه، چې موږ مخکي هم له دې ستر حقیقت څخه پرده پورته کړې وه، چې د قطري ملیشو اصلي مالي ملاتړي ایران او روسیه هیوادونه دي، د ایران سپاه پاسداران او قطري ملیشې ژوري اړيکې سره لري، اوس دا خبره ټولو ته څرګنده شوه، چې په رښتیا هم قطري ملېشې ایران او مسکو همایه کوي، دوی ته معاشونه، وسلې او نور مهم توکي ټول له ایران او روسیه څخه ورکول کیږي. د دې ستر خیانت او حقیقت د ښه اثبات لپاره لاندې لیکنه ولولئ.

د ایران په زاهدان ښار کې د ایران له لوري یو ستر مرکز جوړ شوی، چې د ایران له لوري دیاد مرکز مشري جنرال طاهري په غاړه لري دا ایرانی جنرال کله کله افغانستان ته هم سفرونه کوي، دوی د نوموړي مرکز نوم قرارګاه انصار ټاکلی په قرار ګاه انصار کې مسکو،ایران او د قطري ملیشو نماینده ګان سره ناستې او مجلسونه کوي، د همدې مرکز څخه د دوي ټول کارونه تنظیمیږي، لومړی مسکو ټول خپل مواد ایران زاهدان قرارګاه انصار ته رسوي،هلته د قطري ملیشو دوه تنه قومندانان لکه ګل اغا او ملا عبدالرحیم ته سپارل کیږي، دوی دواړه قومندانان یې بیا د فراه او نیمروز ولایتونو له لاري افغانستان ته انتقال وي او هغه افغانان چې د ایران په کټه په عربي هیوادونو کې جنګیږي هم له همدې مرکز له خواه ثبت او استول کیږي، دملا عبدالرحیم چې اوس مهال د قطري ملیشو له لوري د هلمند د والي په صفت دنده اجرا کوي، ګل اغا، صدر ابراهیم او ځینو نورو قومندانانو کورونه په ایران کې دي دوی د ایران هیواد مشهد ښار په کوهسنګي احمد اباد ابوزر غفاري سیمه کې استوګنه کوي، د یادونې وړ ده، چې د قطري ملیشو وژل شوی مشر اختر محمد د ایران او روسیه سره دا شرمیدلي اړیکې جوړې کړي وې نوموړي د ۲۰۱۶/۰۵/۱۱ تاریخ د ایران په جزیره کش هوټل شایان کې د روسیه د ولسمشر پوتین د خاص استازي سره ولیدل په یاده ناسته کې د ایران د سپاه پاسدارانو هیئت قاسم سلیماني، جنرال طاهري او ځینو نور غړو هم حضور درلود، کله چې اختر محمد بیرته افغانستان ته راستنیږي زوړ بادار (امریکاه) یې په پلان خبریږي، چې اخترمحمد نوي بادارانو (روسیه او ایران) سره پټ معاهدې او ناستې لري هغه دی، چې نوموړی د همدې کال د همدې میاشتې په ۲۱ تاریخ د زاړه بادار (امریکاه) له لوري وژل کیږي.

د افغانستان شمالي ولایتونه چې په دا ورستیو کې جګړې په کې زور اخیستی د قطري ملیشو ټول اکمال د روسیې له خوا کیږي، په دې لوبه کې د بلخ والي عطامحمد نور هم ور ګډ دی عطامحمد نور چې د روسیې سره یې له پخوا څخه ژورې اړیکې لرلي د خپل بادار ( روسیه ) هر حکم مني د قطري ملیشو او روسیې له خوا نوموړي ته دوه کسان معرفي شوي، چې باید وسایل وسلې او نقدي پیسې کوم چې روسیه یې ورکوي یادو دوو کسانو ته ورکړي یعني د موادو د انتقال په پوروسه کې ورسره مرسته وکړي یاد دوه کسانو کې یو د کندوز والي ملاعبدالسلام او بل هم د استخباراتو مشر جنت ګل دي، جنت ګل د روان کال د اکټوبر په ۲۸ تاریخ مسکو ته سفر وکړ، مسکو ته د سفر ټولې لارې چارې د روسیه سفارت په کابل کې ترتیب وي مسکو ته تلونکي د قطري ملیشو غړي لومړي د مسکو سفارت له خوا عربي متحده اماراتو ته استول کيږي کله، چې دوبۍ ښار ته راوانیږي د سفارت له لخوا ورته د امراتو یو سیم کارت ورکول کیږي له دوبۍ ښار څخه ورسره د مسکو استازی یو ځای کیږي ترڅو خپل میلمانه مسکو ته ورسوي، په یاد سفر کې نوموړي د پوتین د ځانګړي مشاورسره ولیدل په دې ناسته کې نوموړي د پوتین د مشاور څخه ډېري غوښتنې درلودې، چې یوه غوښتنه یې د الوتکو (طیارو) ضد مزائل غوښتنه وه، چې د مشاور له خوا په یو شرط ومنل شوه، چې مزائل به په زاړه شکل ور کوي، چې دوي د داکتر نجیب حکومت ته ورکړي وو، که چیري څوک په روسیه شک کوي نو دوي به ورته ووایي، چې دا د داکتر نجیب د حکومت مزائل دي اوس د قطري ملیشو لاس ته ورغلي دي .

د قطري ملیشو مشري چې پخواه اختر محمد کوله، د هغه له وژل کیدو وروسته د دې ډلې مشري دریو کسانو په غاړه اخیستې لومړی ګل اغا دوهم ملا عبدالرحیم او دریم صدر ابراهیم دی چې دا درې کسان او اختر محمد په ډیرو پټو رازونو سره شریکان او د لوبې اصلي لوبغاړي همدا څلور کسان وو ملا هیبة الله تش په نوم مشر دی نوموړی حتی د یوه ولسوال د ګوښه کولو واک هم نه لري او نه هم په اصلي لوبو خبر دی، چې څه روان دي کوم جنګونه، چې په شمال او جنوب غرب کې اوس مهال روان دي د دقیقو معلوماتو له مخې هیبة الله په هیڅ هم نه دی خبر هسي تش په نوم مشر دی نور ټول کارونه او لوبې د یادو دریو کسانو په لاس کې دي.

۱۴۳۸/۳/۱۲هـ ق

۱۳۹۵/۹/۲۲هــ ش ـــ 2016/12/12م

Facebook Comments

POST A COMMENT.