داسـلامـي حـزب اودکابـل دلاسپـوڅـي اداري تـرمنـځ وروستـي دصـلحـي لاسليـک شـوي سنـد !

دافغـانسـتان اسـلامـي تحـريک فـدائـې محـاذ اعـلاميــه .
 
دتلـي دميـاشتـي پـه اولـه نيټـه 1395/7ه کـال بـلاآخــره دکلـونـو او ميـاشتـو لـه انتـظار وروسـته دسـولـي دعـالـي شـوراى اود اسـلامـي حـزب دمـرکچـي پـلاوي تـرمنـځ دصـلح سنـد لاسليـک شـو .
داچـي نـوموړۍ سنـد بـه څـه پـايلـي ولـري او تـرکومـه حـده بـه داجـراء وړ او پـه راتلـونکـي بـه څـه اغيـزي وشنـي پـه هکله بـه يـې وخت ښـه قضـاوت تـرسـره کـړي .
البتـه مـونـږ يـادونـه کـوه چـي اجيـر نـظام او حـريت پلـورونکـي اداره او عملـه چـي يـوه نيمـه لسيـزه يـې دبادار دخـوشحـالـي پـه خاطـر دهيـواد والـو معصـومـي وينـي وبهـولـي او زنـدان تـوري خـونـي يـې دازآدي غـوښتـونکـي ځـوانـانـو پـه شکنجـو او ربـړولـو ډکـي وسـاتلـي ديـوه اسـلامـي نـظام لکـه څنګـه چـي دصلحـي پـه سنـدکـي اول ، دوهـم ، اودريـم بنـد کـي ورتـه اشـاره شـوي طمعـه دځـان خطاء ويستـل دي ، اوکـه دهـوکړي پـراسـاس تحقـق ومـومـي مـونـږيـې هـرکلـي کوه .
دافغـانستـان اسـلامـي تحـريک فـدائـي محـاذ همـدا نصب العيـن دي چـي داللـه جل جـلاله اوداللـه درسـول مـطابعت او هغـه قـوانيـن چـي اسـلام سـره پـه ټـکـر ووسـي دهغـي ازالـه اود يـرغلګــرو نجسـي خپـړي لـدي خـاوري ايـستـل اود تحـقق تـروختـه مقـدس جهـاد او ګـرمـي مبـارزي تـه ادامـه ورکـول دي .
مـونـږ دقـدرت لاس تـه کـولـو پـه خـاطر داسـلام لـه نـوم نـه پـه استفـادي استبـداد ، زورواکـي اوانحـصار پـه کلکـه غنـدو ، مـونږ داسـلامـي نـظام پـه شتـون کـي درهبـري دانتخـاب حق ملت تـه ورکـوه ، داحـق مجـاهد ملت لـري چـي ځـانتـه ښـه رهبـر ، ښـه قـائـد پـرخپلـه خـوښ کـړي ، دټـوپک پـرشپيلـي تسلـط پـه کلکـه غنـدو اوتـرآخـري څاڅکـي دوينـي پـوري دمبـارزي کلک هـوډ ورسـره لـرو هغـه که يـرغلګـردي او يـادهغـوي لاسپـوڅـي نـظام اداره ده او يـاهغـه تش پـه نـامـه اسـلامـي بـانـډونـه دي چـي هـرڅـه دځـان دپـاره جـائـزبـولـي اوبـل دپـاره حـرام .
مـونـږ لـدغـو تشـريفـاتـي څيـرو پـوښتنـه لـرو چـي پـه 2008 کـي دصلحـي دمـذاکـراتـو پيـل او پـه 2013 کـي ديـرغلګـرو پـه مـالـي لګښت ديـرغلګـرو دلـوي نـظامـي اډي تـرڅنـګ پـه قـطرکـي ددفتـر پـرانستـل اوپـه 2015 دجـولائـي پـه ميـاشت کـي له همـدي اجيـر نـظام سـره مخـامخ مټنګـونـه او جلسـي داسـلام دکـوم بنـد پـراسـاس جـواز درلـود پـه داسـي حال کـي چـي دهيـواد رغـونـه مـو هـره ورځ دشهيـدانـو پـه وينـو خـړوبيـږي اود ظالم نـظام له زنـدانـو مـو دمسلمـانـانـو فـريادي کـريغـې پـورتـه کيـږي ؟
مـونـو لـدي تشـريفـاتـي څيـرو پـوښتنـه لـروچـي داروپـا پـه شمـول پـه ناروي کـې داجيـر نـظام له فـاحشـو اوبـي جلبـو ښځـوسـره مخـامخ پـه ورځـو ورځـو دبنـدو دروازو شـاتـه جلسـي پـه څـه خـاطـر او دکـوم هـدف دپـاره جـريـان درلـود او تاسـو کـوم ډاډ هغـوي تـه ورکـول غـوښتـل او ورتـه فعـل لـه اسـلام سـره څنګـه ارزيـابـي کـولاي شـي ؟
مـونـږ کـه څـه هـم داسلامـي حـزب له مذاکـراتـو دفـاع نکـوه اوتحقق تـه يـې دشک پـه ستـرګه ګـورو خـو لاتـاسـوهـم پـوښتنـه لـرو چـي پـه کومـه بنـاء دبل مـذاکـرات حـرام بـولـي اوخپلـو مـذاکـراتـوتـه چـي ښځـو سـره دبنـدو دروازو تـرشـاه تـرسره کوي دصلحـي حـديبـي نـوم ورکـوي ؟
آيـاتاسـوسـره داحق محفـوظ چـي څنګـه غـواړي بـايـد اسـلام هغسـي تفسيرکـړي ، اياتـاسـي يـواځـي حق لـري چـي ديـوچـاوينـه حـرامـه اودبـل حـلالـه وګـرځـوي ، آيـايـواځـي تاسـي تـه رب حق درکـړي چـي خپل مـذاکـرات صلح حـديبيـه بـوله اودبل مـذاکـرات حـرام او نـاروا ؟
تـاسـوتـه دپـه رب قسـم وي چـي پـه 2015 ستـاسي مخـامخ مـذاکـرات دغلام نـظام لـه پـلاوي سـره پـراسلام غـوښتنـه روان وه کـه دوزارتـو اودقـدرت پـرويـش ؟ !!
دافغـانستان اسلامـي تحـريک فـدائـې محـاذ کـه څـه هـم داشغـال پـه لـړي کـي مـذاکـرات دځـان غـولـونه بـولـي او ټـولـو مجـاهـدينـو تـه دسنګـر پـه ګـرم سـاتلـو تـوصيـه کـوي اوتـري غـواړي چـي پـه زبـون وهلـي دښمـن تنـدريـز ګـوذارونـه لاګـړنـدي کـړي خـوتـرڅنګ يـې صـادقـانـه صلحـي تـه زمينـه سـازي او يـرغلګـرو عسکـروتـه دوروستـي چانـس پـه ورکـولـو سـره چـي اشغـال تـه دپـاي ټکـي ګـدي دهـري پيشنهـاد شـوي طـرحـي کلک مـلاتـړ کـوي .
۱۳۹۵/۰۷/۰۷
09/28/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.