همدا جرم همدا محکمه

نن په کابل کې يوې فاحشې په يوه مسجد کې د قران کريم څو نسخې وسوځولې، افغان مسلمان ولس هغې ته مناسبه سزا ورکړه، افغان مسلمان ولس خپل فطري اسلام يو ځل بيا څرګند کړ، دوی نړۍ ته وښوده چې د امريکا ټول مصارف بې ځايه لاړل او دا يې څرګنده کړه چې دوی د قران سره څومره مينه لري. په ټوله کې همدا د افغانانو ريښتينی انځور دی، خو اوس اوس د مدني ټولنو په نوم يو څو خرڅ شوي پيدا شوي، څوک خرونه لمانځي او څوک بيا له ځانونو خرونه جوړوي. څوک يې د حجابونو سپکاوی کوي او څوک بيا ځانونو ته اوسپنيز نيکرونه جوړوي. دا ټولې د دښمن پروژې دي، دا نننی عمل هم ددې پروژو يو پروژه وه، خو الحمدلله د کابل مسلمانو ځوانانو دښمن ته ثابته کړه چې دوی به هيڅکله هم دوی ته د داسې جنايتونو اجازه ورنکړي. عجيبه خو داده چې د داسې عملونو عاملين هر وخت رواني ناروغان معرفي کيږي، څو کاله وړاندې يو وحشي امريکايي عسکر ۱۵ (پنځلس) بې وزله افغانان په شهادت ورسول، رسنيو دا عسکر رواني ناروغ وښوده، بيا څو مياشتې وړاندې يې يوه بربنډه پيغله د کابل سرکونو کې وګرځوله، هغه يې هم رواني ناروغه معرفي کړه، نن يې دا ځناوره هم رواني ناروغه وښوده، دا څنګه رواني ناروغه ده، په دومره کتابونو کې يې قران کريم ولې سوځاوه، ولې يې کوم بل کتاب نه سوځاوه؟! امريکايي عسکر ولې خپل ملګري نه وژل چې بې وزله افغانان يې وژل؟! بربنډه پيغله ولې کوم روغتون ته نه سپارل کېده؟! دوی په داسې عملونو د خلکو ايمان ځانته معلوموي، دوی خبر نه دي چې د قران د ساتلو وعده الله پاک پخپله کړې، دا کتاب به الله ساتي که د هر چا په واسطه وي. نن ځينو مدني ټولنو دا عمل په کلکله وغنده او د سوځول شوې د قاتلينو د محکمې غوښتنه يې وکړه، دوی بايد همداسې وکړي، ځکه چې د دوی ډوډۍ، کالي او هر څه د بادار له لورې دي. دوی ته وايو: له الله وويريږئ، توبه وباسئ! که نه نو موږ به مو په خپلو لومړنيو اهدافو کې وټاکو، دا مدني ټولنې به مو د خاورو سره خاورې کړو. تاسو او بادار مو بايد پوه شي چې: برګ و ساز ما کتاب و حکمت است اين دو قوت اعتبار ملت است (علامه اقبال)ء

Facebook Comments

POST A COMMENT.