نوروز که د عفتونو سوداګري

د نوروز ورځ ټوله په درز او غرب کې تېره شوه ، ډېرو تر خپله وسه هغه ددوي په عقیده د پاتې ټول کال ورځې شپې رنګیني کړې.
شپه راغله هر ټلویزیون د ډول ډول پرواګرامونو په وړاندې کولو له هرې ممکنې لارې هڅه کړې وه چې په اصطلاح لېدونکو ته په زړه پورې پروګرامونه وړاندې او په دې ډول د هغوی په باور په دغه سالم رقابت او سیالۍ کې تر نورو وروسته پاتې نه وي.
ملي هویت هندارې هم د افغاني کلتور په وړاندې کولو د خپلو او پردیو زړونه ښاد کړل خو جالبه یې دا چې دا ځل یې د خبر څانګې ښځېنه ویندویانې هم په تفریحي او ډمبتوب برنامو ته راوستې وې.
له خاطرو تر نکریزو اېښودو ، بنګړیو او بیا د راز او نیاز نامزادۍ کېسې هم د سکرین پر مخ په ډېر جرات د ژبو پر سرونو راغلې.
دا یواځې د ملي هویت هنداره نه وه د نورو وضعیت بیا تر دوی بدتر وو ، دالومړی ځل وو چې په یو افغاني ټلویزیون مې یوه ښځينه سندرغاړې په سره اوږده کمیس کې چې پښې یې په کې پټې وې په نڅاه کې لېده.
طلوع خو بیا د هر ډول بې سریو لپاره نه پولې پېژني او نه یې کومې پلمې ته اړتیا لېدلې.
دا د سکرین پر مخ د وړاندې شویو برنامو هغه ویډیوګانې وې چې له ایډیټ او تصحیح وروسته نشر ته وسپارل شوې ښايي ډېرې نورې صحنې هم ثبت شوي وي .
۱۳۹۴/۱/۱…..خوهغه څه چې ماته ډېر دردوونکي وو ، هغه د نوروز په پلمه د عفتونو سوداګري وه
۱۳۹۴/۱/۲

Facebook Comments

POST A COMMENT.