ده افغانستان اسلامي تحریک فدایي محاذ علامیه. سوله که تسلیمي؟

په دې ورستیو کې د سولې اړوند خبرې او ګنګوسې خورا ډیري شوي دي، ګر چې سوله دومره بدنومه کړل شوه،چې اوس د هر افغان او مسلمان له سولې نفرت کیږي، ولې چې د سولې نعاره هر چا پورته کړې اخر انجام یې د غلامۍ ځنځیر وي، چې خپلې غاړې ته یې اچوي ډېر لري نه ځو تیرې درې لسيزې وګورئ، هر ځل د سولې په نوم، دین،ایمان، غیرت وطن، د شهيد وینې او ارمان خرڅ شوي دي. دا جوته شوې او لمر غوندې روښانه ده، چې دین تکلیفونه غواړي جهاد قرباني غواړي وعده پالل غواړي ډیرو د اسلام او ایمان تش په نوم دعوه چیانو دا میدان بایللی دی، تورې ږیرې ورکې سپینې شوې خو اخر کې شیطان او نفس ورباندي غلبه موندلې ده، دقدرت او چوکۍ لپاره د زرکونه شهیدانو پر ارمانونو پښې اېښودل شوي او د شریعت سپېڅلې لار د قدرت او چوکۍ په پار پرېښودل شوې ده.غني او اداره یې په خپله دایره کې دومره تنګ راغلي، چې اوس له حیرانتیا بغیر هيڅ نه دي ورپاتې، دوي ته ښه معلومه ده چې قطري ملېشې ( د امارت تش په نوم دعوه چیان)  د دوي بادار امریکاه او متحدین یې ملاتړ کوي، امریکا  افغان اجیر حکومت ته د میاشتې ۴۱۶  ملیونه امریکایي ډالر ور کوي خو خپل قطري غلامان هم له پامه نه باسي قطري ملېشو ته د میاشتې ۵ میلیونه امریکايي ډالر ورکوي، د یوه کال ۶۰ میلیونه امریکایی ډالر کیږي د هیبت الله شخصي مصرف د میاشتې ۸ لکه امریکايي ډالر دي چې دا ټوله ډالۍ ورته د دوي  باداران امریکا او یهود ور کوي.د شرم او بېغیرتۍ خبره خو لا دا چې په ډیرې سپین سترګۍ سره قطري  ملېشې د ظالمې، جابرې او اشغالګرې امریکا څخه حکومت په زاریو او ننواتو  غواړي دا ډېر د شرم او افسوس خبره ده.دا ټولې خبرې او دام د اسلام او هیواد اصلي مجاهدینو ته دسيسې  دي  تر څو د ډیرو فشارونو وروسته خپله تګلاره بدله کړي او د امریکا غلامي ومني.خو الحمدلله چې د حق او باطل ډلې سره بېلې شوي دي. د حق د لارې مسلمانان او مجاهدین تر پخوا نور هم پیاوړي شوي او قوي شوي دي د منافقینو او بې غیرتو لاره معلومه شوې ده هغوئ چې تش په نوم سوله خو په حقیقت کې تسلیمۍ ته لېواله دي ځانونه یې ثابت کړل چې غلامان دي، او تل به غلامان اوسي. هغه مخلص او سپېڅلي مجاهدینو ته د خوښي خبر دی، چې شپه ورځ یې پر ځان یوه کړې او هر ډول ستونزې ته لکه غر ولاړ دي لري نه ده چې بریا به ستاسو وي، ځکه منافقین مو له قطاره وزي. پر هغه بې ایمانو او بېغیرتو ګمراهانو یو ځل بیا غږ کوم چې تسلیمۍ ته لبیک وايي!!! تاسو خو یو ځل د تسلیم شوو حال ته وګورئ، چې انجام یې څه وو ژوند یې د بېغیرتو او مرګ یې د منافقینو شوو، وخت شته الله جل جلاله ته په حقیقي توګه توبه وباسئ او الله جل جلاله پر دین منګولې ټینګې کړئ ځکه همدا مو د نجات لاره ده، کنه تاسو ټول د مجاهدینو د نظامي اهدافو په لومړي قطار کي قرار لرئ بیا به مو نه بادار امریکا خلاص کړي او نه به مو دا نور کفري هیوادونه چې اوس یې په سلهاو وعدې درکړي خلاص کړي.

قاري  حمزه

Facebook Comments

POST A COMMENT.