د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه:

وَإِذَا قِیلَ لَهُـم لَا تُفسِدُواْ فِی آلأَرضِ قَالُوّاْ إِنَّمَـا نَحنُ مُصلِحُونَ (۱۱) أَلَآ إِنَّهُـم هُـمُ آلمُـفسِدُونَ وَلَـٰکِن لَّا یَشعُـرُونَ (۱۲)ء

ترجمه: [۱۱] ـ کله چي ورته وویل شي: په زمکي کي فساد او تباهي مه کوئ، وایي: موږ خو په یقین سره مصلحین یو. [۱۲] ـ خبردار چي همدا دوی مفسدین دي خو نه پوهیـږي.
_______________________________________________________
تفصیل: (۱۱) – له دښمن سره خپلي پټي او څر ګندي اړیکي داسي توجیه کوي چي ګواکي د روغي جوړي لپاره لګیا دئ، مصلح دئ او جګړي نه خوښوي، غواړي د نښتو او جګړو مخه ونیسي او د روغي جوړي کوم صورت راپیدا کړي!!
(۱۲) – خو په حقیقت کي لوی مفسد او د فساد اصلي عامل دئ، د مسلمانانو په لیکو کي هم د فساد باعث او پر مسلمانانو باندي د دښمنانو د هر برید هڅوونکی هم دئ، همدا منافقین دي چي دښمن پر مسلمانانو باندي بریدونو ته هڅوي، دښمن په خپل هر برید تر ټولو د مخه او تر هرڅه زیات په دغو منافقینو حساب کوي، اطلاعات له دوی نه ترلاسه کوي، د مسلمانانو په لیکو کي اخیلافات دوی راولاړوي، له مقاومت نه د لاس اخیستو روحیه دوی راپیدا کوي، که دا منافیقین نه وي نه به دښمن پر مسلمانو برید ته زړه ښه کړي او نه به د دوی د کوم سنګر په نیولو موفق شي، د صلح غوښتني تر غولوونکي پردي لاندي خپله ناولي څیره پټوي او د مسلمانانو او واقعي صلحي په ضد هغه څه کوي چي څرګند دښمن ئي له کولو عاجز دئ.

Facebook Comments

POST A COMMENT.