اتلومجاهدینو د یواځيتوب احساس ونه کړی!

اتلومجاهدینو د یواځيتوب احساس ونه کړی!
لکه څنګه چي تاسو ټولو ته څرګنده ده د څو ورځو را په دې خوا داخترمحمد ملېشو د فراه او هرات ولایتونو پر مجاهدینو تعروزي بریدونه پیل کړي دي دا لومړی ځل نه دی چي اخترمحمد او ملېشې يې پرمجاهدینو دا راز بریدنه کوي اختر محمد او ډله یې د مظلومو مجاهدینو مسلمانانو په شهادت کي ځانګړې تجربه لري
الحمدالله دا ځل د حق د لاري مجاهدینو خپل د ایمان او مټو قوت ور وښود، ګر چي د اخترمحمد د ملېشو سره د سیمې استخباراتو او د مجاهدینو پخواني دښمنانو ملاتړ هم ملګری وو؛ خو بیا یې هم ماته وخوړه او د جنګ میدان يې پرېښود د ملېشو جسدونه اوس هم د جګړې په میدان کي پاته دي.
ملېشو ته ماته ورکوونکی یو هم اتل مجاهد ننګیالی دی،ننګیالی د شهید امان الله خان زوي چي تل یې د باطل په مقابل کي سر اوجت کړی او د حق لپاره یې هر ډول سختۍ او ستونزي ګاللي دي، تل د اسلام د دښمنانو په وړاندي درېدلی دی، تورن اسماعیل او داسي نورو د کفارو غلامانو هر وخت په دې لټه کي وه چي څنګه ننګیالی په شهادت ورسوي او له مخي یې وباسي مګر مجاهد ورور ننګیالي په ډیره مېړانه د ځان او مجاهدینو دفاع کړې ده .
داچي اسماعیل له ډېره وخته د مجاهدینو په له منځه وړلو پسې پایڅې را لوڅي کړي دي خو تل الله جل جلاله شرموونکې ماته ورکړې ده دا ځل يې د اختر محمد ملېشو سره بشپړه مالي او ځاني مرسته کړې تر څو مجاهدین له منځه یوسي.
ننګیاله! د يواځيتوب احساس ونه کړې انشاالله ټول مجاهدین درسره وږه په وږه ولاړ دي هر ډول مرسته دي د ځان لپاره افتخار ګڼي لکه څنګه چي ملا بازمحمد ستاسو د ملاتړ لپاره سیمې ته ځان درسولی همدا شان هر مجاهد ستاسو دفاع کوي .
د افغانستان د اسلامي تحریک فدايي محاذ اتل مجاهدین هر وخت دې ته چمتو دي چي د اسلام دښمنانو، د مجاهدینو او شهیدانو د وینو د سوداګرو په مقابل کي جهاد وکړي ستاسو مرسته او دفاع پر ځان فرض ګڼو او هر ډول مرستې ته دي تیار یو.
۱۳۹۴/۰۹/۲۲

Facebook Comments

POST A COMMENT.