دفکري او عسکري جګړې تر منځ توپیرونه مولوي عبدالهادي مجاهد ــ فکری جګړه

دفکري او عسکري جګړې تر منځ توپیرونه
مولوي عبدالهادي مجاهد ــ فکری جګړه

د فکري او عسکري جګړې تر منځ څو مهم توپیرونه دي چي هغه ته په پام سره انسان دفکري جګړې په خطرناکتوب پوهیدلای شي محترمو مسلمانانو هیله ده په فکري جګړه ښه ځان پوه کړي او خپله ټولنه او راتلونکي نسل ددې خطرناک جنګ څخه وژغورۍ.

اول ــ عسکري جګړه ښکاره،خوفکري جګړه پټه روانه وي:
پر هیواد باندي چي بل هیواد عسکري یرغل وکړي، تر یرغل لاندي هیواد او ولس ټول خلګ په یرغل باندي خبریږي او په هر ډول چي وي د یرغلګورو مقابلې ته ځان اماده  کوي د عسکري جګړې غږ په ټول هیواد کي خپریږي په ځوانانو، زړو، ښځو، دولتي او ولسي خلګو کي د دفاع او مقاومت حس راویښیږي یا جنګ کوي یا د جنګ له سیمې څخه ځان بلې د امن سیمې ته رسوي.

خو فکري جګړه د عسکري جګړې پر خلاف دومره مخفي روانه وي چي د ولس ډیر لږ خلګ ئې احساسوي،او په خطر باندي ئې پوهیږي ځګه چي فکري جګړه د توپ، ټآنګ، او بم په واسیطه نه وي روانه، بلکه د مکتب نصاب ،فرهنګ، ادبیاتو، سیاسي تشکلاتو، اقتصادي فعالیتونو، سپورټ، موډ او فیشن په شکلونو کي روانه وي عام خلک تر هغه ددغې جګړې په جریان نه پوهیږي چي ترڅو ئې خطرناکو عواقبو او آثارو دهیواد او ولس دخلګو د ژوند مسیر وربدل کړي نه وي همدغه وجه ده چی په مسلمانو ولسونو کې ډېر لږ خلګ دفکري جګړې احساس کوي او مقاومت ته ئې پورته کیږي هغوئ که هر څومره خلکو ته چيغې ووهی چي هیواد او ولس له یوه توپان سره مخ کیدونکي دی خلګ ئې تر هغې په وینا باور نه کوي ترڅو توپان ټول په مخ کړي نه وي  له همدې امله غرب هم په اسلامي هیوادونو کی د عسکري جګړې پر ځای فکري جګړې ته ترجیح ورکوي ځکه چي پدې جګړه کي ئې څوک مقامت ته نه راپورته  کیږي.

دوهم ـــ  عسکري جګړه ځمګه اشغالوي، خوفکري جګړه عـقل،فکر او فرهنګ اشغالوي: په عسکري جګړه کي دښمن د یوه هیواد ځمګه اشغالوي چي آزادول  ئې ورڅخه په آسانه ممکن دي،داسلامي نړۍ ډیر هیوادونه د غربیانو لخوا اشغال شوي ول خو اوس په ظاهري ډول دهغوي له تسلط څخه آزاد دي همدا ډول افغانستان له انګریزانو  څخه ازاد شو وروسته روسانو اشغال کړ چي له هغوي څخه هم ازاد شو اوس امریکایانو نیولې چي له امریکایانو څخه ئې هم ډیرې سیمي آزادي شوي دي.

خو په فکري جګړه کي دښمن هڅه کوي د مسلمانانو فکر عـقل عقیده او فرهنګ اشغال کړي او کله چي د چافکر،عقل او عقیده اشغال شي هغه بیا هیڅ کله د خاوري د آزادۍ فکر نه کوي هغه بیا دښمن ته دوست تخریب ته ئې تعمیر،غلامۍ ته ئې آزادي، ذلت ته عزت او سر لوړي وایی هیڅ کله دې ته نه چمتو کیږي چي اصلي دښمن ته دښمن ووائي او په ضد ئې جنګ څه چي د جنګ کولو فکرهم نه کوي ځګه هغه کسان چي د فکري جنګ تر اغیز لاندي راغلي وي هغوي ته حق ناحقه ښکاري.

د خاوري آزادول آسانه کار دی خو د پردیو لخوا د اشغال شوي فکرونو او عقلونو آزادول ډیر ګران کار دی مونږ افغانانو کمونستانو ته فوځي ماتې ورکړه خو یواځي د ګوتو په شمېر یو څو کمونستان موله کمونیزم څخه علني توبې ویستلو ته تیار نه کړای شول هماهغه کمونستان چي پرون دیو ډول اروپایی نظریاتو منونکي ول نن دبل ډول اروپایی الحادي نظریاتو منونکي دي له همدي امله غرب هڅه کوي دمسلمانانو د خاورې پرځای دهغوئ فکر اشغال کړي ځکه چي دفکرونو اشغال له یوې خوا بې خطره دي او له بلې خوا ئې نتائج هم سل فیصده د دښمن په ګټه راوځي او د ډيري مودې لپاره په اسلامي نړۍ د غرب د سیاسي او فکري تسلط تضمین ورکوي.

 

Facebook Comments

POST A COMMENT.