دفکري جګړې خطر

دفکري جګړې خطر
مولوي عبدالهادي مجاهد ــ فکري جګړه

     دغرب فکري جګړه دغرب تر عسکري جګړې دیره خطرناکه ده ځګه چي غربیانو په خپلو عسکري استعماري جګړو کې یوازي زېرمې غلا کولې کورنه ئې ورانول او خلګ ئې وژل چي دې هرڅه به دمسلمانانو په زړونو کي نوره هم د دوي په اړه کرکه زیاتوله په خپل اسلام به نور هم ټینګېدل او دمقاومت لپاره به تیارېدل که څه هم چي جګړه به په پیړیو پیړیو اوږده شوه.

     خو د فکري جګړې خطر په دې کي دی چي دغه جګړې مسلمانان د غرب په زهرجن تمدن ولړل په مسلمانانو کي یی الجادي نظریات، بې دینه فرهنګ او لویدیلی اخلاق خپاره کړل نوی نسل ئې د اسلامي مفاهیمو سره داسي نا آشنا کړل چي د اسلامي شریعت، عقائد، تاریخ او تمدن هر څه ورته پردي ښکاري په هر څه کي د غرب په فلسفه او معیارونوباندي باور لري اوتقلید ئې کوي فکري جګړې ئې ضمیر او وجدان ته داسي ماته ورکړې ده چي اوس دغرب هرڅه  ورته حق او صحیح ښکاري دهغه خپلول ترقي او تمدن ګڼي او هر څه چي د غرب خلاف دي هغه ته ارتجاع،حماقت او وروستوالی وائي.

     غرب دفکري جګړې په نتیجه کي په اسلامي هیوادونو کي داسي یو نسل رامنځ ته کړحکومتونه او د چارو واګي ئې ور وسپارل  چي دغرب د استعمار ښه ځای ناستي ثابت شول. ددغه نسل افکار نظریات دژوند اخلاقي، اجتماعي، سیاسي او اقتصادي فلسفه ئې دمستعمرینو څخه هیڅ فرق نلري د مسلمانانو پرګنو په ځپلو او تعذیبولو کې تر متسعمرینو هم څو قدمه مخکي دي.

     په فکري جګړه کي د مسلمانو هیوادونو دغه ماتي خوړلي نسل اسلام او مسلماني نړي ته دومره تاوان ورورساوه چي د چنګیز تر غمیزي وروسته هیڅکله هم ورته په دې پیمانه نه ؤ رسیدلی دغه ماتي خوړلی نسل د مسلمانانو د ژوند ټول معیارونه پردي کړل.

 

Facebook Comments

POST A COMMENT.