دکندوز پروژه!

بادار ته وفاداري مو لیدلې وه؛ خو په دې اندازه چي تا وفاداري وکړه خپل بدار ته کیدای شي چي په تاریخ کي به ستا په شان وفاداره څوک نه وي تیر شوي، لکه څنګه چي مسعود د روسانو سره د مسلمانانو او مجاهدینو سوداګاني کولې، تا منصور د خپل بادار امریکا او جرمني سره د مجاهدینو او مسلمانانو د وینو سودا شروع کړې ده که د اسلام تاریخ وکتل شي څومره پردي پالي،خاینین او منافیقین چي تیر شوي دي یوه به هم ستا غوندي ناوړه کړنې نه وي ترسره کړی.

په کال ۲۰۰۹ د کندوز اوسنی د مجاهدینو مسؤل ملاعبد السلام د بلخ ولایت د هوايي ډګر ته د جرمنیانو په بلنه او ستا په امر تللی وو، هلته د جرمنیانو له خواه ملاعبدالسلام ته یو لړ پرګرامونه وسپارل شول، چي د دې ملاقات ټول ثبوتونه موږ په لاس کي لرو د دې ملاقات وروسته ملاعبدالسلام ته ۸۰۰۰۰ ایرو ورکول شوې، د دې پروژه یو څه وخت ځنډیدل د ملاعبدالسلام بندي کیدل وو دپاکستان په خاوره کي،کله چي ملا عبدالسلام دپاکستان حکومت له خوا ونیول شو؛ نو د کفارو پروژې وځنډېدلې کله چی ملاعبد السلام د پاکستان له زندان څخه ازاد شو په خپلو پروژو یی بیا کار پیل کړ او د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کي منصور او ملا عبد السلام د کندوز پروژه شروع کړه چي په هم هغه وخت کي موږ دا ثبوتونه د هغو مخلص مؤمنو مجاهدیونو په خاطر عام اولس ته نه وړاندي کول، چي ستاسو په دې دسیسو باندي نه دي خبر، صرف دالله جل جلاله درضا لپاره او اسلامي شریعت د نافضولو لپاره د جنګ ډګر ته د پتنګانو په څېر ځانونه اور ته اچوي، په هغه وخت کي (۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کي) موږ څو تنه عالمان او مجاهدین په دې خبر کړل چي منصوراو ملاعبدالسلام په یوداسي ناوړه کړنه لګیادي چي د مجاهدینو او عامو مسلمانانو لپاره ډېر خطرناک تمامېدای شي، لکه هغه سي چي وهم شول تاسو خپله پروژه چي د جرمنیانو لخوا درکړل شوې وه په پوره وفاداري سره تر سره کړه او په لسګونه مجاهدین او عام مسلمانان مو د کفارو بمونو ته وتړل او په شهادت مو ورسول، د کندوز د دې دسیسې بد عواقب به عام اولس او مجاهدین په خپلو سترګو وګري دا ناروا پروژه چي کفارو پیل کړې او منصور یې ترسره کوي ډېرې بدي پایلي به ولري، هغه مجاهدین او علماء تراوسه ژوندي دي او ستاسو په هره کړنه خبر دي. انشاالله ستاسو سره به د هر مجاهد د وینو حساب کیږي لکه څنګه چي غلامان او منافیقین تل د ریښتینو مجاهدینو په لاس د جهنم کندي ته استول شوي دي تاسو به هم انشاالله د اور خاشاک وګرځي
۱۳۹۴/۰۷/۱۷

Facebook Comments

POST A COMMENT.