اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحيم

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
اما بعد، قال الله تعالی:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ (۲) كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُون(َ۳)﴾
(سورة الصف)
جهاد يو سپيڅلې او ستونزمنه فريضه ده، داسې فريضه ده چې هر مسلمان يې د ادا کولو توان نه لري. ځکه خو هم الله تعالی مجاهد ته په قاعد باندې فضليت ورکړی دی. الله تعالی فرمايي: … فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً…
لکه څنګه چې جهاد ستره فريضه ده، همداسې دروغ ستره ګناه ده.
مجاهد او دروغ؟!
د تېر اختر په پيغام کې ملا اختر محمد منصور خپلو پلويانو ته ويلي وو چې عام ولس دې نه تعذيبوي، د مکتبونو، پلونو او سړکونو ساتنه دې کوي…
دادی پلويانو يې د خپل امير وينا پر ځای کړه، له څو ورځو راهيسې يې د کابل کندهار لويه لار د عامو مسلمانانو پر مخ تړلې ده. پر دغه لويه لار يې څو مهم پلونه الوځولي دي.
کمونستانو به تل د کور، کالي او ډوډۍ شعار په خوله و او په عمل کې به يې خلکو ته ګور، کفن او غم ورکاوه. دوی هم د خپل شعار په خلاف خلک بې ځايه تعذيب کړل، سړکونه او پلونه يې ويجاړ کړل.
د دوی دا کار هم د دښمن يوه پروژه ده، دوی په دې کار سره غواړي چې د ولس او ريښتينو مجاهدينو تر منځ واټن رامنځته کړي.
اختر محمد منصور غواړي چې د غزني د نيولو په اوازې سره د کندوز شرميدلې استخباراتي معامله پټه کړي. د کندوز دا معامله په ۲۰۰۹ کال امريکايانو د اختر محمد منصور سره کړې وه،
اوس دی غواړي په دې کارونو سره د ولس له ذهنه د کندوز نيول او بېرته پريښودل هير کړي.
نه پوهيږو چې له کله د ولس په مخ د لويو لارو تړل جهاد دی. په دې څو ورځو کې دوی ددې لارې له بندولو څه تر لاسه کړي؟!
څومره امريکايان د دوی په دې کار سره وژل شوي؟!
له دې پرته چې بې وزله افغانان د سړکونو پر سر وکړيږي، له دې پرته چې ناروغان د سړکونو پر سر وځوريږي، له دې پرته چې پتمنې زنانه د سړکونو پر سر واوسيږي نور هیڅ هم نشته
۱۳۹۴/۰۷/۲۲

Facebook Comments

POST A COMMENT.