د کندوز معامله افشا او رسوا شوه

څه موده وړاندې فدايي محاذ د کندوز پر سر د ملا اختر محمد منصور او امريکا تر منځ شوې معامله په يوې اعلاميې کې افشا کړه.

څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل چې امريکايان به د ۲۰۱۶ م کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي، د دوی دې خبرې سره المان هم د ۲۰۱۶ م وروسته د عسکرو پاتې کېدو باندې له سره د غور او فکر خبره وکړه.

د کابل ګوډاګۍ ادارې هم د امريکا ددې خبرې تود هر کلی وکړ.

د روسيې ولسمشر پوتين د پخواني شوروي اتحاد پولو ته د جګړې په رسيدو انديښنه څرګنده کړه، د افغانستان حالات يې بحراني وبلل.

په دې اواخرو کې د کندوز جګړه يوازې او يوازې د ۲۰۱۶ کال وروسته د امريکايانو پاتې کېدو له پاره وشوه. د طالبانو له خوا د کندوز نيولو سره سم امريکا وويل چې ۵۵۰۰ تنه عسکر به يې په افغانستان کې د اوږدې مودې له پاره پاتې وي.

اوس د ملا منصور او امريکا ګډ وياند ( وحيد مژده ) په سپين سترګۍ له دې معاملې منکريږي او وايي چې دا يو تصادف و، امريکا په افغانستان کې له پخوا د پاتې کېدو پلان درلود، خو د کندوز نيول ورته پلمه شوه…

موږ هم همدا وايو چې دا پلمه خو تاسې په لاس ورکړه، په دې پلان کې خو تاسې هم ورسره شريک يئ، د دوه ورځو له پاره د کندوز په نيولو سره څه روان جهاد ته څه ګټه ورسيده او مجاهدينو ته څه په لاس ورغلل؟!

بس همدا چې د کندوز مظلوم ولس په ډېر بد حالت کې مهاجر شو، کورونه يې وران شول، ستاسې د جګړې همکارانو (امريکايانو) له خوا يې روغتون بمبار شو او په سلګونو رښتينې مجاهدينو په شهادت ورسيدل.

دا ټولې قربانۍ د دوه ورځو له پاره د کندوز ښار د يو چوک نيولو له پاره وشوې، ستاسې دا خيانت به هيڅ مسلمان هير نه کړې او هيڅ کونډه او يتيم به مو ونه بښي.

لنډه دا چې په دې وروستيو کې فارياب ته د دوستم تګ او د ملا منصور له خوا د کندوز نيول دې ته لار هواروي چې امريکايان د روسيې پولو ته خپل پوځيان او ورسره اجير ګوډاګيان ورسوي.

اوس اوباما او نوزا شريف په سپينه ماڼۍ کې ستاسې پر سر سودا باندې اخته دي، ستاسې راتلونکی برخليک به ډېر ژر وټاکي، ډېر ژر به مو افغان ګوډاګي حکومت سره خبرو ته کينوي. ان شاالله رښتيني مجاهدين به په خپل موقف ټينګ ودريږي او له دې ټولو معاملو به يې الله تعالي ساتي.

فدايي محاذ يو ځل بيا په رښتينو مجاهدينو غږ کوي چې د ملا منصور په خبرو مه غوليږئ، دوی اوس د واک او پيسو له پاره هرې معاملې ته چمتو دي

Facebook Comments

POST A COMMENT.