دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ اعلامیه!!

بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي ګوندونو تعدد له شکه پرته د ستونزو د ډېريدو سبب دی. موږ تل هڅه کړې چې په هيواد کې ټول اسلامي جريانونه واحد صف ته را وبولو. د يو مؤمن امير قيادت مو د ټولو مجاهدينو په خير بللی دی. خو د مسلمانانو ازلي دښمنان غواړي چې مجاهدين په بېلابېلو نومونو او صفونو وويشي، ددې کار له پاره دوی د رښتينو مجاهدينو په مخ کې هر مهال خنډونه ايجاد کړي دي، مشران يې ورته د خپلو لاسپوڅو په واسطه شهيدان کړي او بيا يې همدا ذليل لاسپوڅي واک او قدرت ته رسولي دي.
د خدای بخښلي عاليقدر امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د شهادت له افشا کېدو وروسته، امريکا او د هغوی غلامانو دده رحمه الله قاتلين د مجاهدينو د مشرانو په توګه وټاکل. هغوی ته يې مصنوعي شخصيتونه ورکړل، د هغوی نفوذ او په عامه اذهانو کې د ويرې اچولو په موخه يې د دوی له پاره سترې جګړې وکړې، حتی کندوز يې ورته ورکړ او په مزدورو رسنيو کې يې ورته ښه په اخلاص تبليغات وکړل.
موږ له هماغې لومړۍ ورځې د جعلي او بې واکه امير المؤمنين(!) ملا اختر محمد سره څرګند مخالفت وکړ او په ټولو مجاهدينو مو غږ وکړ چې سره راټول شي، په خپله خوښه وړ او مناسب کس مشر وټاکي.
څو ورځې وړاندې يو شمير مجاهدينو ښاغلی ملا محمد رسول د خپل مشر په توګه ټاکلی، موږ د دوی دا عمل پر ځای جرئت بولو. ددې مسئلې په اړه اوس مهال يوازې همدومره وايو چې د ملا اختر محمد په نسبت ښاغلی ملا محمد رسول غوره دی. دا چې موږ ورسره يو او که نه؟ دا به له وخته وړاندې پريکړه وي، د فدايي محاذ مجاهدين دې نوې جوړې شوې ډلې ټول کارونه له نږدې څاري او ان شاالله په نږدې راتلونکي کې به د دوی په اړه خپل نهايي نظر څرګند کړي.
۱۳۹۴/۰۸/۱۲

Facebook Comments

POST A COMMENT.