فکري جګړه

دملتونو د دایمي تسخیرولو او د هغوی دهیوادونو پرته له جګړې دنیولو لپاره فکري چګړه تر عسکري جګړې ډیره کاریګره او موثره ده ځګه  چي عسکري جګړه  مقاومت،حساسیتونه، او بالمثال غبرګونونه راپاروي چي دجګړې د اوږدیلو او د جنګي مصاریفو او تلفاتو د زیاتیدلو سبب ګرځي چي دا هر څه بیا وروسته د یرغلګرو په ماتي تمامیږي که څه هم چي ډیره موده وروسته وي تاریخ ثابته  کړي چي پوځي فتحه او تسلط هیڅ کله دائمي نه شی پاتې کیدای تر هغه چی فکري فتحې دپوځي فتحې ځای نه وي نیولی.

خو فکري تسخیر د پوځي تسخیر په خلاف دتل او یا د ډیري مودې لپاره پاته کیږي.
اوس چي صلیبی غرب دامریکا په مشرۍ په افغانستان یرغل کړی اوغواړي افغانستان خپله مستعمره او افغانان دازادۍ او ډیموکراسۍ په غولونکو نومونو خپل غلامان وګرځوي نو د همدې فکري جګړې اهمیت ته په پام سره ئې دخپلي عسکري جګړې تر څنګ په پراخه پیمانه یوه لویه فکري جګړه د افغانانو د ذهنونو د فتح کولو لپاره هم روانه کړې ده.

امریکا په افغانستان کې دعسکري جکړې دپرمخ بیولو لپاره یواځي څلور پنځه موسسې په کار اچولي  چي د امریکا له پوڅ،ناټو،ایساف،افغان امنیتی قواوؤ او جاسوسي ادارو څخه عبارت دی خو دفکري جګړې لپاره بیا امریکا او ملګروئې تقریبا څلور زره ناپوځي مؤسسې په کار اچولي چي د افغانانو د ژوند په دیني سیاسي اجتماعي کلتوري رواني تعلیمي اقتصادي او نورو بیلابیلو اړخونو په مسلسل ډول کار کوي ځګه چي امریکایان پدي پوهیږي چي یوه ورځ به له افغانستان څخه په پوځي لحاظ وتلو ته اړ کیږي نو له همدا اوسه باید په افغانستان کي خپله فکري جګړه پداسي فعال مؤثر ډول پرمخ پوځي چي فکري فتح ئې بیا دعسکري ماتي ځآی ونیسي لکه چي همدغه تجربه انګریزانو او فرانسویانو تر دوي مخکي هم په خپلو اسلامي مستعمراتو کي عملي کړې وه، چي دهغو هیواد ونو پر ازادیدولو د لسګونو کلنو تر تیریدلو وروسته په یوه کي ئې هم تر اوسه اسلامي نیظام ندي راغلی.

نور بیا…ء

Facebook Comments

POST A COMMENT.