د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه:

(۱۸۸) – لَا تَحسَبَنَّ آلَّذِینَ یَفرَ حُونَ بِمَآ أَتَواْ وَّیُحِبَّونَ أَن یُحمَـدُواْ بِمَا لَم یَفعَلُواْ فَلَا تَحسَبَنَّـهُم بِمَـفَازَةٍ مّـِنَ آلعَـذَابِ وَلَهُـم عَـذَابٌ أَلِیـُوُ

[۱۸۸] – ترجمه: گمان مه کوه، هغه کسان چي څه ئي کړي په هغه خوشحالي کوي او دا ئي خوښیـږي چي په نه کړو کارونو ئي ستاینه وشي، دوی له عـذابه د ژغورني په دریځ کي مه گڼه او دوی لره دردناک عـذاب دئ.

(۱۸۸) – تفصیل: څوک چي له حق ویلو ډډه کوي، حـق پټوي، د ظالم ملگرتیا کوي، له باطل سره د روغي جوړي لار غوره کوي او په دي کار فخر کوي، دا د خپلي هوښیارتیا او پوهي نښه گڼي، د ظالمانو حمایت تر لاسه کول او د دوی له گواښوانو خوندي پاته کیدا د ځان کمال او هنر گڼي او طمع ئي یا دا وي چي د حـق په نه بیانولو، له ظلم او فساد سره د مقابلي په نه کولو سره ئي باید خلک د ملامتولو پر ځای وستایي او یا دا چي په دي کار سره د ظالمانو او مفسدینو ستاینه او شاباش تر لاسه کړي، گمان مه کوه چي دوی به د الله (ج) له عـذابه وژغـورل شي، نه، دوی ته دردناک الهي عـذاب انتظار کوي.

Facebook Comments

POST A COMMENT.