د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه:

وَإِذَا قِیلَ لَهُـم ءَامِنُواْ کَمَآ ءَامَنَ آلنَّاسُ قَالُوّاْ أَنُؤمِنُ کَمآ ءَامَنَ آلشُـفَهَآءُ أَلَآ إِنَّهُـم هُـمُ آلشُـفَهَآءُ وَلَـٰکنِ لَّا یَعلَمُـونَ(۱۳).

ترجمه: [۱۳] – او کله چي ورته وویلي شي: د دغو خلکو په څیر ایمان راوړئ، وایی: آیا د دغو کمعقلو په څیر ایمان راوړو؟! پام کوه چي همدا دوی په خپله کمعقله دی خو نه پوهیـږي.
_______________________________________________________
تفصیل: (۱۳) – کله چي منافقینو ته وویل شي: تاسو هم د دغو نورو مؤمنانو په څیر شئ، کوم چي اخلاص لري، له دښمن سره نه پټي اړیکي لري نه څرګندي، د الله په لار کي قرباني ورکوي، ستونزي او کړاوونه ګالي، د دوی ځواب به دا وي: غواړئ موږ هم د دغو کمعقلو په څیر شو؟ تل او د زماني په هر پـړاو کي به وګورئ چي منافقین ځانته (مصلح) او (روښان فکر) وایي او مخلص مؤمنان افراطي، بي عقله او ناپوه ګڼي، د دوی له نظره دا لویه بي عقلي ده چي څوک له خطرونو سره ډغري ووهي، د یوه مقدس هدف او کوم دیني آرمان لپاره خپل سر او مال قرباني کړي، ستونزي او کړاوونه وکالي، د نورو د راحت او آرامی لپاره له خپل راحت او آرامی نه تیر شي او خپل آرام ژوند په خطر کي واچوي. د دوی په معيارونو کي هغه کسان هم ناپوه او بي عقله دي چي په چل ول نه پوهیـږي، له هر چا سره ئي معامله صادقانه وي، په خاصو اصولو باور لري، خپل دوستان او دښمنان دا غراضو له مخي نه بلکي د اصولو او ضوابطو په رڼا کي ټاکي، په خپلو ژمنو وفا کوي او پر خپله خبره ودریـږي. هوښیار هغه دئ چي په هر کار کي او له هر چا سره په هري معاملی کي خپلي ګټي په نظر کي ولري، د ګټي لپاره هر جائز وګڼي، د اخلاص، همت، میرانی او ایثار تر نامه لاندي داسي څه ونګړي چي ګټي ئي په خطر کي واچوي. شهید، زخمي، بندي، مهاجر او په سنګر کي پروت مجاهد، د دوی له نظره ډیر ناپوه او نافهمه کسان دي. چي ورته وویل شي: تاسو هم د دوی په څیر اخلاص وښیئ، ایمان مو د دوی په څیر کړئ، وایي: د دغو لیونیو او بي عقلو په څیر ایمان راوړو؟!

Facebook Comments

POST A COMMENT.