نوی امير او زړې پروژې

اختر محمد منصور فکر کوي چې حالات نسبتاً ښه شوي دي، خصوصاً د ښاغلي ملا محمد يعقوب څخه په زوره د غږ اخيستلو وروسته امير صاحب(!) ګمان کوي چې د ټولو مجاهدينو ملاتړ يې تر لاسه کړی. ځکه خو يې معلقې پروژې بېرته پرانيستې او په ډېرې بېړې سره يې خپلو بادارانو ته يو ځل بيا د وفادارۍ ټټر وواهه.
ظاهراً خو هر چا ته همداسې ښکاري چې دده دا کار به له دې امله وي چې حالات ورته په عينکو کې ښه ښودل کېږي. خو داسې نه ده، دی په دې ښه پوهيږي چې وضيعت يې ورځ تر بلې په خرابېدو دی او د پښو لاندې لوټې يې په ويلي کېدو دي. ځکه چې (په زور کلي نه کېږي) او بله دا چې دده زور هم پردی دی او (پردی کټ تر نيمې شپې وي)، ځکه خو يې دا ځل نسبت پخوا ته پروژې ګړندۍ دي.
منصور ځانته د لارې بشپړ پاکولو له پاره د اسلامي امارت د دارالافتا پخواني مفتيان ليرې کړل، تر اوسه يې پر ځای څوک نه دي ټاکلي، دی ځان ستر عالم بولي، حتی هر ډول فتوی خپل حق ګڼي. خو که چېرې راتلونکي کې نور مفتيان هم مقرروي، نو شايد چې داسې خلک وي چې دده سره به د مجاهدينو پر سر هرې پروژې کې شريک کسان وي.
د (سي ای اې) ټيم چې مشري يې د ملا منصور په غاړه ده اوس په دې پوه شوي چې د مجاهدينو د حوصلې جامونه نور لبريز شوي دي، ځکه خو هر ډول معاملې ته چمتو دي.
په نېږدې ورځو کې به د ملا منصور او کابل ګوډاګي حکومت تر منځ يو ځل بيا ذليل مذاکرات پيل شي. دا ځل شايد مذاکرات له پخوا په ډېر ذليل ډول وي، ځکه چې مخالفه خوا يې اوس دوی ته په هغه نظر نه ګوري، هغوی په دې پوه شوي دي چې د دوی په خولې نه څوک سوله کوي او نه وسله ږدي.
مجاهدين په دې باور دي چې د طالبانو هغه ځواکمن تحريک د همدې محدودو غلامانو له لاسه دې حالت ته راغلی دی. ان شاالله له دې وروسته به دوی د رښتينو مجاهدينو پر سر هيڅ ډول معامله ونشي کړای.
لیکوال: مولی بشیر احمد مجاهد

Facebook Comments

POST A COMMENT.