د أفغانستان اسلامي تحريك فدائي محاذ اعلاميه:

بسم الله الرحمن الرحيم
د ښاغلي محمد انس حقاني او حافظ عبدالرشيد د نيول کيدو په اړه د فدايي محاذ اعلاميه
د ښاغلي محمد انس حقاني او ښاغلي حافظ عبدالرشيد د نيول کيدو له امله د دوی دواړو درنو او معززو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کوو او د ستر رب څخه ورته صبر جميل غواړو. الله پاک دې دواړه ژر تر ژره د ظالمانو له منګولو ازاد کړي.
د کابل ګوډاګي نظام پرون په ميډيا کې ډېرې خوشحالۍ کولې او دا يې خپله ستره لاسته راوړنه بلله، حتی ويل يې چې په دې کار سره به مقاومت ډېر کمزوری شي… خو دوی په دې خبره نه پوهيږي چې په دې کارونو سره نه يوازې دا چې مقاومت به کمزوری نه شي بلکي ان شاالله څو چنده به قوي شي او ان شاالله فدايي محاذ به په لنډه موده کې د دوی د تبادلې له پاره پروګرام پيل کړي.
ګوډاګي نظام په ډېرې سپين سترګې رسنيو ته وويل چې دوی مو د يو لړ سختو عملياتو په نتيجې کې ونيول په داسې حال کې چې دوی دواړه د بحرين په هيواد کې د امريکايانو له خوا نيول شوي او خپل غلام هيواد (قطر) ته يې ليږلي او له قطر څخه وروسته دبۍ او بيا له دبۍ څخه يې مرتدې ادارې ته سپارلي دي.
په قطر کې پرتو بې وجدانه غلامانو! دا دی بله سودا مو هم وکړه. والله اعلم چې څومره ډالر به مو پرې اخيستي وي. دوی دواړه خو ستاسو په ضمانت هلته تللي و، که ستاسو دا دفتر نه وای؛ نو دوی به هلته څه کول؟!
که تاسو هغه تاريخي خيانت ( د ګوانتامو د زندانيانو تبادله ) نه وای کړې نو دوی به د چا ليدو ته ورتللای؟!
تاسو په قطر کې د مومنانو له پاره يو دام ايښی دی، لومړی خو مو د هغوی درنې کورنۍ هلته زندانيانې کړې او اوس دادی دوستان او قريبان يې په نوبت نوبت زندانونو ته ليږئ… آفرين (!) امريکا خو به هم وايي چې کاش دا غلامان مو يو څو کاله وړاندې په دندو ګمارلي وای، ځکه چې تاسو چې کوم بې ساري خدمتونه ورته په دې لنډې مودې کې وکړل؛ ډېرو ورته په ډېرو امکاناتو او ډېرې مودې کې ونشو کړلای. علت يې دا دی چې پر تاسو اوس هم زموږ ځينې ورونه باور کوي او د همدې باور په نتيجه کې د داسې ستونزو سره مخ کيږي.
سپيڅلو مجاهدو ورونو! رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ”. يعنې رښتنی مومن له يوه غار څخه دوه ځلې نه چيچل کيږي.
موږ خو داغلامان له لومړۍ ورځې پيژندلي و، او له لومړۍ ورځې مو دې دفتر سره خپل مخالفت ښودلی و او تر مرګه به ورسره ان شاالله مخالف يو. خو اوس خو دادی تاسو ته هم د دوی اصلي څېرې ښکاره شوې. له دې وروسته پر دوی اعتماد کول او د دوی په خبرو غوليدل به نوره څه معنا لري؟!

Facebook Comments

POST A COMMENT.