په افغانستان کې میشتو کورني او بهرنيو مجاهدینو وروڼو!

                                                               السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

لکه څنګه، چې منافقین د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې څخه په اسلامي امت کې راپیدا شوي او تر اوسه موجود دي، هر ځل منافقین ذلیله شوي د اوسنۍ زمانې منافقین هم الله جل جلاله ذلیله او رسوا کړل تاسو ولیدل، چې د مجاهد او مسلمان په نوم د کفر غلامانو، د اسلام،جهاد،وطن او شهیدانو سودا په ډېر ارزانه قیمت وکړه او د تجارت دا لړۍ ښه ګرمه روانه ده.

امریکاه او د نړۍ کفارو ته دا معلومه وه،چې په نظامي برخه کې مسلمانانو او مجاهدینو ته ماته ورکول نا ممکنه ده دا تجربې ورته د نیکونو او پلرونو څخه ور پاتې وې؛ نو ځکه یې د مجاهدینو په منځ کې منافقین وروزل.

کله چې د مجاهدینو په لاس د شوروي اشغالګرو قوتونه ته ماته ورکړل شوه او له نړۍ څخه یې د تل لپاره د کمونیزم کمبله ټوله شوه په افغانستان کې د قدرت او چوکۍ تر لاسه کولو لپاره کورنۍ جګړې پیل شوې، په افغانستان کې فساد،غلا،بد امنۍ، اخلاقي فساد رامنځ ته شو په دې وخت کې شهيد ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه په مشرۍ اسلامي تحریک رامنځ ته شو او افغانستان یې د ټولو ناخوالو څخه وژغوري په دا وخت کې د نړۍ وحشي کفاراو امریکایان وارخطا شول او خپل د څو لسیزو پلانونه ئې ناکام په نظر ورغلل نو په اسلامي تحریک کې یې د منافقینو ډله تشخیص کړه او هغه یې وروزل امریکاه د عبدالغنی په نوم د تحریک یو قومندان، چې بیا وروسته د برادر لقب ورکړل شو ډېر تقویه کړ او دخپلو شمو اهدافو د پوره کولو لپاره ئې وړ کس وباله.

د تحریک په پیل کې عبدالغنی برادر غوښتل،چې شهيد ملا محمد عمر اخوند رحمة الله علیه او ورته نور مخلص مشران مجاهدین د امریکاه په امر ووژني.په ۲۰۰۰ میلادي کا ل کې ملا قدیراصحارکی، چې د پاکستان هیواد کې د افغانستان  سفارت کې ئې دنده لرله د عبدالغنی برادر سره یوځای د امریکایانو سره ملاقات وکړ په ملاقات کې عبدالغني برادر امریکایانو ته وویل: دا چې موږ د اسلامي تحریک په نظامي برخه کې ډېر افراد لرو  غواړو، چې پر ملا محمد عمر مجاهد اخوند باندي کودتا وکړو، هغه به له واکه لري کړو او و به يې ووژنو د امریکایانو له لوري د نوموړي دا وړانديز ومنل شو او په بدل کې ئې عبدالغني برادر ته ډېر امکانات په واک کې ورکړل، کله چې عبدالغني برادر افغانستان ته راستون شوو کندهار ولایت ته ولاړی په کندهار کې يې چې هر څومره هڅه وکړل په ځپلو ټول کوښښونو کې ناکام پاته شول ځکه په دې وخت کې شهید ملامحمد عمر اخوند په لوی طاقت بدل شوی و او عبدالغنی برادر ته دا ډېره ګرانه خبره وه، چې نوموړی دي له واکه لري کړي او یا دي په شهادت ورسوي.

کله چې د القاعدې مجاهدینو له لوري د امریکاه مهم تجارتي او استخباراتي مرکزونو تر برید لاندي راغلل او نړۍ یې ولړزول د عبدلغنی برادر ماموریت نور هم قوي شو د امریکایانو له لوري یوځل بیا نوموړي ته ماموریت ورکړل شو تر څو د القاعده ۲۰ کسه لوړپوړي غړي ژوندي امریکاه ته وسپاري او کوم څوک، چې د دې کار مخالفت کوي په خاص ډول ملا محمد عمر مجاهد اخوند په شهادت ورسوي او د قدرت واګي په خپل اختیار کې راولي  عبدالغني خپله پوره پوره هڅه وکړل تر څو په خپل دا ماموریت کې کامیاب شي؛ خو بیا هم ونه توانید، چې په یاد ماموریت کې کامیاب شي.

عبدالغني برادر د خپل ماموریت په دوام په ۲۰۰۷ کا ل د جون په میاشت کې د ضیاء اغا په ګډون  په افغانستان کې د اشغالګرو امریکایانو سره ملاقات درلود، چې دکندهار ولایت د سپین بولدک د ولسوالۍ څخه په ځانګړې دريو موټرانو کې په کندهار کې د امریکايي ځواکونو لويي اډې، چې د ملا صاحب په سرای مشهوره ده ورغلل او هلته ئې خپلې ژمنې او تعهدات بیاځل نوي کړل او د جهاد د نوم د بدنامۍ او د مخلصو مجاهدینو د سر سودا وشوه، پاته دي نه وي، چې په دې وخت کې عبدالغني برادر د شهید امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله عليه نایب و د عبدالغني برادر په اړه نور ثبوتونه شواهد او خبري شته چې په یوه ځانکړې لیکنه کې به یې ستاسو قدرمنو سره شریک کړم.

د عبدالغنی برادر په څېر د  قطري ملیشو او بلک واټر عساکرو د هره یوه مشر په اړه کره ثبوتونه(لیکلي سندونه،انځورونه،ويډيوګانې او شواهد)  په لاس کې لرو ان شاءالله وخت پر وخت به د هره یوه د جاسوسۍ او غلامۍ دوسیه ټولو مسلمانان او مجاهدینو ته وړاندي شي .

د الله جل جلاله د لاري سپېڅلو مجاهدینو !!!

ستاسو د سر سودا په نړیوال بازار (قطر) کې شوې ده خپل اصلي دښمنان وپېژنئ ستاسو په وړاندي منظم پلانونه جوړ شوي دي کفار او د هغوي غلامان مو تر هغو په ارامه نه پرېږي تر څو د دوي په لار روان نه شئ خپلې حوصلې له لاسه مه ورکوئ د جهاد سنګرونو مو قوي کړئ او ټول نظامي پلانونه مو د منافقینو پر وړاندي منظم کړئ اوس ټول په دې خبر ښه پوهیږو، چې د عبدالغني برادر په مشرۍ د قطر دفتر د هيواد په هر کونج کې مجاهدین په نښه کوي اکثره مجاهدین یې ژوندي امریکایانو ته په لاس ورکړل او اکثره یې په شهادت ورسول ځکه د امریکا سره په شوي تعهدنامه کې دا شرطونو منل شوي دي، چې د کفارو په خاص ډول د امریکاه دښمنان به د طالبانو له لوري له منځه وړل کيږي هغه مجاهدین چې امریکاه ته خطر دي باید د طالبانو له لوري ختم کړل شي دواړه لوري شوي تعهداتو ته ژمن دي .

مسلمانانو مجاهدینو یو ځل بیا درباندي غږ کوو د الله څخه وويریږئ سره یو شئ اصلي دښمن او منافقین وپېژنئ هغه څوک چې د اللهجل جلاله او رسول اللهصلی الله علیه وسلم دښمني يې اعلان کړې او د مجاهد په نوم خپله کرغېړنه څېره پټوي د هغوي څخه خپله لاره جلا کړئ که داسې ونه کړئ د اللهجل جلاله په ستر عذاب به اخته شئ.

د افغانستان اسلامي تحریک فدايي محاذ ویاند

قاري حمزه

۱۴۴۲/۲/۱۸ هـ ق

۲۰۲۰/۱۰/۱۰ م

Facebook Comments

POST A COMMENT.