د کندهار برید چا وکړ؟

څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې د متحده امارتو له لوري د یو دارالایتام بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې دا کار ایران ته د زغملو وړ نه وو. د ډبرې د ایښدلو د مراسمو څخه وروسته د اماراتو سفیر ورسره څوتنه نور ډيپلماتان د کندهار د والي میلمستون ته ستانه شول. د دې ټول پرګرام معلومات وار تر پخواه ایراني استخبارتو ته ورکول شوي وو حتی هغوي ته دا هم ویل شوي وو، چې په یاده غونډه کې د سعودي عربستان سفیر هم ګډون کوي خو داسي ونه شول.
ایران د خپلو ټولو وفادارو افغاني جاسوسانو او لاسپوڅو څخه د دې برید د ترسره کولو غوښتنه کړې وه، چې په دې ترڅ کې د مجاهد او طالب په سپېڅلي نامه د روسيې عسکرو او غلامانو دا کار ته په یوه شرط چمتو شول، چې د پېښې مسؤلیت به نه اخلي ایراني استخباراتو دا کار صدر ابراهیم ته وسپاره صدر ابراهیم، چې د روسي عسکرو او ایراني اجرتي قاتلینو مخکښ قومندان دی فعلاً یې کور هم په ایران کې دی، د شوری سره په همغږي د کندهار د برید پرګرام جوړ او ترتیب کړ، د روسیې غلامانو د شوری لخوا پر صدر ابراهیم ډېر فشار اوټینګار وو، چې دا راز چې برید دوي ترسره کړی افشا نه شي کنې بیا به د بهرني استخباراتي کړیو سره څه ډول او چیرته لیدنې کیږي، که چیري عربي هیوادونه زموږ دښمنان شي؛ نو بیا به د ټولو عربي هیوادونو دروازې زموږ پر مخ وتړل شي په همدې وجه د روسیې غلامانو د پېښې مسؤلیت ونه مانه، په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې، چې ایراني اجرتي قاتلین په بریدونو کې عام مسلمانان په شهادت رسوي،ماشومان یتیمان وي، خویندې سرتور وي، میندې بور وي او پلرونه بې اولاده کوي، یا هم ریښتني مجاهدین چې کله په شهادت رسوي د هغه پېښو مسؤلیت په ښه بې شرمۍ سره اخلي خو دا چې د دې پېښه په مسؤلیت منلو سره ورباندي د عربي هیوادونو دروازې تړلې کیږي او د جاسوسۍ مرکزونه یې تړل کیږي؛ نو د دې پېښې د مسؤلیت څخه یې انکار وکړ؛ خو ددې هرڅه سره سره ورباندې د جاسوسۍ د مرکزونو دروازې د اوس لپاره ورباندې تړلې شوي دي د روان کال د جنوري په ۲۵ تاریخ د تش په نوم طالبانو په اصل کې د ایران او روسیې د غلامانو یوې ډلې د یوناما د غړو سره د عربي متحده امارتو په دوبۍ ښار کې یوه غونډه درلودل چې هغه د اوس لپاره لغوه شوې ده .
د طالب او مجاهد سپېڅلې نومونو بدنامونکي په اصل کې د روسیې غلامانو او د کابل غلامې ادارې تر منځ هیڅ توپیر نه شته، د کابل ناټویی او امریکایي حکومت د اسلام او مسلمان د دښمنانو له لوري تقویه او همایه کیږي، روسي غلامان هم د کفارو له خوا همایه کیږي، د کابل اجر حکومت د خپلو ګټو لپاره په کلیو او لري پرتو سیمو کې مسلمانان، مسجدونه په شهادت رسوي او دیني مراکز له منځه وړي روسي غلامان دا کار د ښارونو په منځ کې تر سره کوي، د کابل اجران د کفارو نارینه او ښځينه وو سره د هیواد بهر ملاقاتونه د دې لپاره کوي چې څه ډول رښتیني مجاهدین را وپرزوي او اسلامي مرکزونه ختم کړي، د اجرتي قاتلینو او د روسېې غلامانو څخه هم داسي ځای نه دی پاته چې کفاروسره یې دیادو اهدافو لپاره ناستي نه وي کړي. جرمني،فرانسه،روسیه،ایران،ناروې، دوبۍ او داسي نور هغه هیوادونه دي چې دوي د کفارو سره د پردې تر شاه او مخ ملاقاتونه کړي دي. د طالب او مجاهد غوندي سپېڅلي نومونه تاسو ته کارول ستره ګناه ده عامو مسلمانانو ته ستاسو اصلي څېره ښکاره شوې ده نور هڅه مه کوئ چې د دې سپېڅلي نومونو څخه ناوړه کټه پورته کړئ.
موږ چې هر ځل د کوم حقیقت څخه پرده پورته کوو لومړی یې د ثبوتونو په لټه کي کیږو ورسته له دې چې مکمل ثبوت پیدا کړو نو بیا حقیقت ښکاره کوو ښه بېلګه یې د شهید ملا محمد عمر مجاهد اخند رحمه الله د شهادت حقیقت ښکاره کول وو، چې د ټولو مسلمانانو څخه دا خبره پټه ساتل شوې وه او موږ دا حقیقت ټولو مسلمانانو ته ښکاره کړ همدا شان د کندهار د برید هم ټول ثبوتونه راسره دي. چا،څنګه،څه وخت؟ دا برید تر سره کړ دا هرڅه ثبوتونه په لاس کې لرو.
۱۴۳۸/۳/۱۸هـ ق
هــ ش ـــ۱۳۹۵/۳۰/۱۰ 2017/19/1م

Facebook Comments

POST A COMMENT.